د افغان سفارت چارواکي د پاکستاني حکومت هغه تورونه ردوي چې ګواکي له افغان کډوالو سره په پاکستان کې نا امني ډېره شوې ده. محمد عباس خان ویلي، پاکستانی حکومت تور پورې کوي چې ډېری افغان کډوال په پاکستان کې په جرمونو او کشمکشونو کې لاس لري. دده په خبره د پاکستاني حکومت دغه ادعا بې ځایه ده، ځکه ډېری افغان کډوال هلته خپل کاروبار لري، زده کړې کوي او په سالمو فعالیتونو بوخت دي. هغه همدا راز ویلي چې د اوسېدونکو کډوالو له ډلې ۷۰سلنه یې ځوانان دي او بېلابېلې نړیوالې ادارې دوی روزي او هڅه کوي مهارتونه یې لوړ کړي. هغه له پاکستاني حکومت غوښتي چې له افغان کډوالو سره له ناوړه چلند لاس واخلي او د ورته تورنو په لګولو ددوی د ژوند ساحه تنګه نه کړي.