د کندز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې په روان کال کې په دغه ولایت کې د بادامو په حاصلاتو کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د یادې ادارې د کرنیزو چارو امر عبدالمجید حافظ د بادامو د حاصلاتو د زیاتوالي عمده لامل له بڼوالو سره د بڼوالۍ په برخه کې هر اړخیزې مرستې او د اصلاح شویو نیالګیو وېشل په ګوته کوي. په ورته وخت کې د کندز بڼوال هم وايي چې په دې وروستیو کلونو کې د کرنیزو چارو متخصصینو له دوی سره خپلې تجربې شریکې کړې دي چې له امله یې د دوی په حاصلاتو کې د پام وړ ښه والی راغلی. د نورو کرنیزو حاصلاتو تر څنګ بادام د کندز له مهمو کرنیزو محصولاتو شمېرل کېږي چې هر کال ډول ډول تولید شوي بادام د هېواد نورو ولایتونو او دغه راز بهرنیو هېوادونو ته صادروي چې له کبله یې بزګران او دولت ښه عواید ترې ترلاسه کوي.