د سولې عالي شورا وايي، چې دوی د سولې د روانو هڅو د چټکتیا غوښتونکي دي او دغه هڅې باید د افغانانو په مشرۍ وي. خو شنونکي وايي، چې له یوې خوا امریکا د سولې لپاره هڅې پيل کړي له بلې خوا په افغانستان کې د خپلو سرتیرو پر حضور ټینګار لري، چې دا څرګندونې د سولې د روانو هڅو په زیان دي. د سولې عالي شورا له زلمي خلیلزاد څخه غواړي، څو د سولې په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي او د افغانانو په مشرۍ د سولې مذاکراتو ته فرصت برابر کړي.