د حکومت اجرائیه رئیس وايي، د جنیوا په غونډه کې ټولو هیوادونو د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ وکړ. عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا ناستې ته په وینا کې ویلي، چې له وسله والو طالبانو سره له کوم شرط پرته مذاکراتو ته چمتو دي خو د دواړو لوریو له لورې په ځینو شرطونو بحث کول د یادو مذاکرتو مهمه برخه ده. نوموړی وايي، چې د جنیوا کنفرانس پر مهال وسله والو ډلو په کابل او ولایتونو کې د بریدونو له لورې هڅه وکړه تر څو نړیوالو ته یو ځل بیا د افغانستان جنګي تصویر منعکس کړي خو بریالي نشول. عبد الله وايي، چې له وسله والو سره د خبرو لپاره په هر ځای کې چمتو دي او د مذاکراتو پروسه به د افغان دولت له لورې له کوم قید او شرط پرته ترسره شي. دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې ولسمشرۍ ماڼۍ هم د بین الافغاني سولې په ترسره کېدو ټینګار کړی او له وسله والو طالبانو یې د سولې خبرو په هدف د هیئت د ټاکلو غوښتنه کړې.