د ملګرو ملتونوعمومي منشي وایي، د پاریس د ۲۰۱۵ کال له کنفرانس وروسته په نړۍ کې د اقلیم د بدلون په اړه د نړیوالو سیاسي اراده کمزورې شوې ده. انتونیو ګوترېش دغه څرګندونې پرون د پولنډ په کاتوویڅي کې د ملګرو ملتونو د اقلیم سرمشریزې ته په پرانيستونکې وینا کې کړې دي. دغه سرمشریزه چې دوه اوونۍ دوام کوي، د نړۍ د څه باندې سلو هېوادونو او سازمانونو استازو پکې ګډون کړی دی. ګوترېش ویلي، په نړۍ کې د اقلیم بدلون د تمې خلاف په ناوړه حالت کې دی، خو د پاریس له کنفرانس وروسته سیاسي اراده کمزوې شوې ده. د پاریس په کنفرانس کې په دې سلا شوې وه چې د ځمکې تودوخه باید له دوو درجو زیاته نشي.