د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې دغه پلاوي د ملا هبت الله اخوندزاده په غوښتنه پاکستان ته سفر کړی دی. د یاد اووه کسیز پلاوي مشري شېرعباس اخوندزاده کوي او ویل کېږي چې له امریکا سره د خبرو تر بل پړاو وړاندې یاد پلاوی غواړي له خپلو مشرانو سره ځینې مشورې وکړي. د قطر دفتر غړو رسنیو ته ویلي چې دغه سفر د طالبانو لپاره خورا مهم دی او په دې لړ کې بر پر مهمو مسایلو خبرې کېږي. د طالبانو استازو داسې مهال پاکستان ته سفر کړی دی چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي خپل درېیم سفر هم پيل کړی دی. هغه به ګڼو هېوادونه ته ځي او تر څنګ به یې له طالبانو سره د درېیم ځل لپاره هم وګوري.