د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه نن رسما د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې پيل کېږي. افغانستان هم د دې غونډې د بحث له مهمو موضوعاتو دی. د ناټو سرمنشي ینس سټولټبرګ تر دې وړاندې ویلي، چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران او شریکان به د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د سولې او امنیت پر مسئله بحثونه ولري. هغه د دوشنبې په ورځ یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال، د افغانستان وضعیت کړکېچن او ددغه هېواد د روان حالت په اړه یې بحثونه مهم بللي دي. ټاکل شوې ده چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران خپلې هغې ژمنې تازه کړي چې ویلي یې وو، افغان ځواکونه به تر ٢٠٢٤ کال پورې تمویل کړي او همداراز د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیر به ملاتړ کوي. ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د افغانستان په استازیتوب د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني برخه واخلي.