د امریکا ددفاع وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي پاکستان ته په کار ده، چې د افغانستان د سولې په پروسه کې ههمکاري وکړي او په دغه هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسوي. د رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا ددفاع وزیر د هند ددفاع له وزیر سره د لیدنې پر مهال په سیمه کې د ثبات او سولې په راتګ کې د هند هڅې ستایلې دي او په دې برخه کې یې د لا ډېرو اقداماتو غوښتنه ترې کړې ده. جیمز متیس همدا راز ویلي چې پاکستان باید طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي او په دې توګه په افغانستان او سیمه کې د روانې جګړې لمن ټوله کړي. متیس داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ عمران خان ته لیک استولی او له هغه یې غوښتي چې د افغانستان په سوله کې جدي همکاري وکړي. عمران خان او په سپینه ماڼۍ کې سرچینو رسنیو ته ددغه لیک لېږل تایید کړي دي.