د اسیا بنسټ تازه نظرپوښتنه ښيي چې ۶۱،۳ سلنه افغانان د خپل هېواد راتلونکې ته هیله من نه دي. په دغه نظر پوښتنه کې راغلي چې ۳۲ سلنه خلک د هېواد راتلونکې ته هیله من او ۵،۶ سلنه وګړي په دې اړه هېڅ نظر نه لري. ددغه بنسټ په وینا نا امنۍ، اداري فساد، زور زیاتی، بیکاري او دې ته ورته نور هغه لاملونه دي چې خلک یې د هېواد راتلونکې ته ناهیلي کړي دي. یاد بنسټ له نږدې ۱۵ زره کسانو سره مرکه کړې ده او د افغانستان د راتلونکې په اړه یې له دوی پوښتنې کړې دي. په دې ډله کې ۵۱،۸ سلنه وګړو ویلي، چې د امنیت ښه والی، ۴۷،۹ سلنه ویلي، بیا رغونه او ۲۸،۸ سلنه بیا ویلي چې ښه حکومتولي راتلونکې ته د خلکو هیلې زیاتولی شي. په نظر پوښتنه کې د افغانستان د سولې په اړه هم د خلکو نظرونه اخیستل شوي دي. لوړه سلنه افغانان دې ته هیله من دي چې د سولې پروسه یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي او په دې توګه په افغانستان کې روانه جګړه پای ومومي.