اجراییه ریاست وایي، هیله من دي چې دا ځلې پاکستان ته د زلمي خلیلزاد سفر له وسله والو طالبانو سره د سولې د عملي خبرو د پیل لامل شي. اجراییه ریاست وایي، هیلې شته چې پاکستان ته د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دویم سفر افغانان سولې ته نږدې او پاکستان به په دې برخه کې عملي اقداماتو ته اړ باسي. د یاد ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون وویل، پاکستان ته د خلیلزاد دویم سفر سولې ته د رسېدو لپاره د دوی هیلې زیاتې کړې دي او هغه به دا ځل له ښکاره لاسته راوړنو سره افغانستان ته راستون شي. دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د دویم ځل لپاره پاکستان ته رسېدلی او دغه راز د طالبانو د قطر یو پلاوی هم یاد هېواد ته تللی دی.