له خوست ولایت نه را رسېدلي راپورونه وایي، په یاد ښار کې ډېریو دوکاندارانو پرېکړه کړې چې له دې وروسته به پر پاکستانۍ کلداره پېر او پلور نه کوي. خوست کې دغه راز کتاب پلورونکو په خپل منځ کې یو ژمنلیک لاسلیک کړی او ویلي یې دي چې دوی به له دې وروسته په هیڅ صورت په پاکستانۍ کلداره راکړه ورکړه ونه کړي. په یاد لیک کې راغلي چې که هر چا د پاکستان پر پولي واحد پېر او پلور وکړ، نو لس زره افغانۍ به یې جریمه کړي. دا په داسې حال کې ده چې وړاندې تر دې د کندهار په ګډون په ځینو نورو ولایتونو کې هم د کلدارې ضد کمپاین پیل شوی و.