د سرپل ولایت امنیتي چارواکي وایي چې د یاد ولایت د صیاد ولسوالۍ امنیه قومندان تېره شپه له خپلو دوو ساتونکو سره وژل شوی دی. د چارواکو په خبره دغه راز د ملي اردو درې سرتېري او اووه طالبان هم وژل شوي دي. د صیاد ولسوال د دې خبر د پخلي تر څنګ وویل، چې وسله والو طالبانو تېره شپه ۱۱ بجې پر دې ولسوالۍ برید وکړ چې د سهار تر پنځو بجو پورې جګړه روانه وه. نوموړي وویل، په دې نښته کې څو امنیتي پوستې د طالبانو او پولیسو تر منځ لاس په لاس شوې دي، خو اوس ټولې پوستې د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي. هغه د یادې ولسوالۍ امنیتي وضعیت نازک وباله او ویې ویل چې حکومت باید دې ولسوالۍ ته پاملرنه وکړي او که چېرته دا ولسوالي سقوط شي نو ولایت به هم له جدي امنیتي ننګونو سره مخ شي.