چين تېره شپه د شي چانګ مصنوعي سپوږمکيو د توغولو له مرکزڅخه د CZ-3B باروړونکي راکټ په کارولو سره یو ځای په بريالۍ توګه د بۍ دو لارښوونکي سيستم ۳۷مه او ۳۸مه مصنوعي سپوږمکۍ فضا ته وتوغولې. دغه دوه مصنوعي سپوږمکۍ تر درې ساعته مزل وروسته خپلو ټاکلو مدارونو ته ننوتې او وروسته به پرې اړوندې ازموينې او ارزونې تر سره کېږي. د پلان له مخې، چين به د روان کال له پای ته رسېدو مخکې د بۍ دو بنسټيز سيستم بشپړ کړي چې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې پرتو هېوادونو ته خدمتونه برابر کړي.