د مسلکي پلور لارې چارې کتاب د هندي لیکوال او د فردي بریالیتوب د نامتو روزونکي شیو کهرا یو بل مهم او د نړیوال شهرت لرونکی اثر دی چې په دې وروستیو کې پښتو ژبې ته د اکسوس کتابپلورنځي د ژباړې بورډ له خوا ژباړل شوی دی. کتاب ۲۶۴ مخونه لري او له سریزې او د کتاب له معرفي سربېره ۳۱ څپرکي لري. تر دې مخکې يې پښتو ژبې ته «ته ګټونکی یې» او «ویاړلی ژوند» کتابونه ژباړل شوي او د ډېرو پلورل شویو کتابونو ځای یې خپل کړی دی. یوازې «ته ګټونکی یې» کتاب یې څه باندې لس زره ټوکه پلورل شوی. یاد کتاب د شخصیت، بریالیتوب او کاروبار په برخه کې مهم مطالب لري.
د کتاب لیکوال د «مسلکي پلور لارې چارې» کتاب په اړه لیکي:
دا څه ډول کتاب دی؟
په یوه مانا، دا د پخلي کتاب دی. په دې کې داسې ترکیبات (اصول) نغښتي چې د بریالیتوب لپاره ورته اړتیا لری او تاسو ته درښيي چې دغه ترکیبات څنګه په مناسب ډول سره ګډ کړی. پر دې ټولو سربېره؛ دا ګام پر ګام یو لارښود کتاب دی چې د خوبونو په رښتیا کولو کې درسره مرسته کوي.
څنګه باید ولوستل شي؟
د مسلکي پلور لارې چارې کتاب له تاسو سره مرسته کوي چې د ځان لپاره نوې موخې وټاکی، د موخې په مانا پوه شی او د ځان او راتلونکي په اړه مو نوي فکرونه یا مفکورې وپنځوی.
د دغه کتاب مفاهیم یوازې په یو ځل لوستو نه شی جذبولی. هر څپرکی یې باید په کراره او بشپړ پام سره ولوستل شي. دغه کتاب د کورنۍ دندې په توګه وکاروی او د لوستو په وخت کې ترې مهم شیان نوټ یا یادداشت کړئ. د کتاب د لوستلو پر مهال یو رنګه توش قلم له ځان سره ولری او هغه توري، جملې یا پاراګرافونه په نښه کړئ چې تاسو ته ارزښتمن ښکاري یا پر تاسو د تطبیق وړ وي. کله چې کتاب لولی، د هر څپرکي د مفاهیمو په اړه مو د خپل ژوند له نږدې ملګري/ ملګرې سره هم پرې بحث وکړئ. د دویم شخص نظر چې ستاسو د کمزورۍ یا پیاوړتیا ټکي ورته معلوم وي، کېدای شي ډېر ګټور تمام شي.
د عمل لپاره پلان جوړ کړئ
د دغه کتاب یوه موخه دا ده چې د ژوند لپاره مو د پلان یا لارنقشې په جوړولو کې درسره مرسته وکړي. که تاسو ځان ته پلان جوړ کړی وي، دا په دې مانا ده چې:
۱. د څه شي ترلاسه کول غواړئ؟
۲. څنګه یې د ترلاسه کولو هیله کولای شئ؟
۳. پلان مو څه دی چې کله یې ترلاسه کړئ؟
د دغه کتاب د لوستلو پرمهال یوه کتابچه هم له ځان سره ولری. کتاب په دریو برخو ووېشئ: موخې، هغه پړاوونه چې په وسیله یې غواړی خپلو موخو ته ورسېږی او د بریالیتوب لپاره مهالوېش. کله مو چې کتاب خلاص کړ، کتابچه به مو په هغه بنسټ یا اساس وي چې پر مټ یې کولای شی ځان ته نوی ژوند جوړ کړی. په دغه کتاب کې شته اصول منل شوي او نړیوال دي چې په هر حالت، ادارې یا هېواد کې د پلي کېدو وړ دي. لکه اپلاتون چې وايي: «رښتینولي تلپاتې شی ده».
ما په کتاب کې د لیکنې د اسانتیا په موخه یوازې نارینه جنس ته اشاره کړې، خو اصول په دواړو جنسونو (نارینه او ښځینه) د پلي کېدو وړ دي.
مینوال کولای شي دغه کتاب په کابل له اکسوس او د هېواد په نورو ښارونو کې له مشهورو کتابپلورنځیو څخه ترلاسه کړي.