ډېری کسان چې له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته دنده پیدا کوي، نو یوه وېره ورسره دا وي چې څه ډول په خپل کاري چاپېریال کې پرمختګ وکړي. نن ورځ د نړۍ چټک پرمختګ ته په کتو د ټولو لپاره اړینه ده چې د خپل ځان لپاره داسې دنده غوره کړي چې د وخت په تېرېدو پکې پرمختګ وکړای شي. په دغه لیکنه کې په هغو لارو چارو خبرې کوو چې په کاري چاپېریال کې د پرمختګ لپاره درسره مرسته کولی شي:
۱-نوښت وکړئ
نن ورځ په نړۍ کې د کاروبار او پرمختګ لپاره اړتیاوې ورځ تر بلې د بدلېدو په حال کې دي او ډېری کمپنۍ د داسې کسانو په لټه کې دي چې له خطر څخه وېره ونه لري او په نوښتونو لاس پورې کوي. نن ورځ په کاري نړۍ کې ډېری مدیران او رییسان د داسې کارکوونکو په لټه کې دي چې نوښتګر وي، نوې طرحې او پلانونه جوړوي، نوې پروژې جوړوي، نوې حللارې وړاندې کوي او د کمپنیو لپاره نوي فرصتونه رامنځته کوي. که تاسو هم غواړی چې خپلې کمپنۍ او رییس ته مو منلي و اوسی، نو هره ورځ د یوه نوي نوښت او نوي څيز د رامنځته کېدو په لټه کې شئ.
۲- خپل کارونه مو په خپله و ارزوئ
په کاري چاپېریال کې د بریا یوه غوره لاره دا ده چې خپل کارونه مو په خپله وارزوئ. هڅه وکړئ چې دغه ارزونه مو کلونو ته ونه ځنډېږي، بلکې د هرې ورځې یا حتی هر کاري ساعت څخه مو ارزونه وکړئ او د دې لپاره غوره لاره دا ده چې د خپل ځان لپاره په کاري چاپېریال کې موخې وټاکئ. کله چې په نوې دنده ټاکل کېږئ، د ځان لپاره مو لنډمهاله موخې وټاکئ او د دغو موخو د ترلاسه کولو لپاره یو منظم او دقیق پلان ولرئ. خپل کارونه مو په اونیو او ورځو ووېشئ او د هرې اونۍ په پای کې مو خپلې لاسته راوړنې و اروزئ. که په کارونو کې بریالي نه یئ، یا مو موخو ته نه وی رسېدلي؛ غوره دا ده چې اوسنۍ تګلاره مو بدله کړئ. د ارزونو پایلې مو له خپلو مدیرانو او رییسانو سره شریکې کړئ؛ ځکه په دې سره مو مدیرانو ته د ارزښت وړ ګرځی او د دوی باور نور هم درباندې زیاتېږي.
۳- تل د یوه نوي څیز زده کړې ته اماده اوسئ
په کاري چاپېریال کې تل هڅه وکړئ چې هره ورځ او هر ساعت یو نوی څیز زده کړئ او د دغه کار لپاره تل اماده اوسئ. فرق نه کوي چې له کوم پوهنتون او کوم پوهنځي څخه په کومه نمره فارغ شوي یاست! کاري چاپېریال مو د پوهنتون له چاپېریال سره ډېر توپیر لري. ممکن په لومړیو ورځو کې مو له کار سره ډېر نااشنا وئ، خو په دې بسنه مه کوئ. هر ه ورځ مو د کار په اړه ډېرې پوښتنې وکړئ، په دې سره مو مدیرانو ته وښیئ چې غواړئ ځان ورځ تر بلې اصلاح کړئ.
۴- د کاري اړتیاوو وړاندوېینه مو وکړئ
که غواړئ چې په کاري چاپېریال کې پرمختګ وکړئ، نو د کاري اړتیاوو په اړه مو حتی له خپل مدیر هم یو ګام وړاندې و اوسئ او له ځانه وپوښتئ چې: «که چېرې زه د رییس پر ځای وم، نو څه فکر به مې کاوه چې راتلونکې غوښتنه او پلان به مې څه وي». هڅه وکړئ چې کارونه مو په داسې ډول تنظیم کړی کوم چې له تاسو څخه یې غوښتنه کېږي. په دې سره مو مدیر یا رییس ته د یوه فعال او پوه کارکوونکي احساس ورکړئ.
۵- اړیکې مو په ښه توګه ټینګې کړئ
نن ورځ په نړۍ کې د هرې کمپنۍ او هر کارکوونکي د بریا راز اړیکې دي. که مو مدیر کاري راپور در څخه وغواړي، په فعالانه ډول له هغه سره په اړیکه کې واوسئ او هره شېبه او هره ورځ هغه ته کاري راپور ورکړئ.
۶- موخې مو مشخصې کړئ
یاد ساتئ چې تاسو ته یوازې د دې لپاره معاش او امتیازات نه درکول کېږي چې «سخت کار کوی» او یا «ډېر مصروف» یاست، بلکې د مدیر او رییس غوښتنه مو له تاسو څخه دا ده چې څومره مو د شرکت د لنډمهالو او اوږدمهالو موخو په ترلاسه کولو کې ونډه اخیستې ده. تاسو ته د دې لپاره معاش او نور امتیازات درکول کېږي چې د کمپنۍ یا شرکت د موخو په لاسته راوړنو کې د پام وړ ونډه ولری. د کمپنۍ یا شرکت په هر پوست کې چې کار کوی، موخه لرونکی فکر مو په کاري چاپېریال کې درسره مرسته کولی شي.
۷- خبرې نه، بلکې عمل وکړئ
په کاري چاپېریال او نور ځایونو کې د عمل ارزښت تر خبرو ډېر دی. د دې پر ځای چې د کار په اړه مو لافې ووهئ، هڅه وکړئ چې مدیرانو ته مو خپله وړتیا په عمل کې وښیئ.
۸- د نورو باور لاسته راوړئ
په کاري چاپېریال کې د نورو باور لاسته راوړل د پرمختګ یو عمده ټکی دی. که مو په کاري چاپېریال کې د خپل رییس یا مدیر باور ترلاسه کړ، دا به له هغه سره مرسته وکړي. د دې پرځای چې ستاسو کار وڅاري، خپله انرژي به په نورو هغو کارونو ولګوي چې د کمپنۍ د پرمختګ لامل شي. که مو رییس ډېر باور درباندې ولري، نو له شک پرته چې ډېر مسوولیتونه به هم درته وسپاري. تل مو خپل کارونه په خپل وخت ترسره کړئ او په خپلو خبرو او وعدو مو عمل وکړئ. په وعدو عمل کول، که څه هم ډېر سخت وي، خو د رییس د باور د ترلاسه کولو لپاره ډېر اړین دی.
۹- حللاره وړاندې کړئ
هر کارکوونکی کولی شي چې خپلې ستونزې د رییس ستونزې وبولي، خو تاسو هڅه وکړئ چې له دا ډول خلکو څخه نه شی. د دې پرځای چې ستونزې رامنځته کړئ، ستونزو ته د حللاره ومومئ. غوره کارکوونکي هغه دي چې خپلې ستونزې په خپله حل کوي. که په کمپنۍ یا کاري چاپېریال کې په نورو د امر کولو صلاحیت نه لری، کولی شی حللارې مو رییس یا مدیر ته وړاندې کړی او هر څومره چې کولی شی، د ستونزو د حل لپاره مو د زړه له خلاصه هڅه وکړئ.
۱۰ – مهربانه اوسئ
د دې لپاره چې غوره او نورو ته الګو کارکوونکی و اوسئ، مهربان اوسئ. بد اخلاقي او پرله پسې ګيلې او شکایتونه درسره هېڅ مرسته نه شي کولی، بلکې مدیر او همکارانو ته مو د یوه منفي کارکوونکي په توګه ور پېژني.