پاکستان امریکا ته د افغانستان د سولې په برخه کې د مرستې ډاډ ورکړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې محمود قریشي د افغان سولې په اړه د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي. په دې لیدنه کې زلمي خلیلزاد ویلي، چې امریکا په جدي توګه په افغانستان کې د روانې جګړې ختمول غواړي او له پاکستان یې غوښتنه دا ده، چې په دې برخه کې همکاري وکړي. خلیلزاد د ټرمپ پیغام هم پاکستان ته رسولی دی او له دغه هېواد یې غوښتي چې خپله دوه مخي پرېږدي. د پاکستان دبهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه بیا وايي، چې محمود قریشي خلیلزاد ته د هر اړخیزې مرستې ډاډ ورکړی دی. محمود قریشي ویلي چې دوی په قاطع توګه د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.