د امریکايي پوځ لوړپوړي جنرال کېنت مککنزي د امریکا د سنا دفاعي کمېټې ته د خبرو پر مهال ویلي چې په افغانستان کې روانه جګړه یوه بحران او خونړي پړاو ته ننوتې ده. دده په خبره افغان پوځ د سیمو د کنټرول، امنیت او ساتلو په برخه کې کې لاهم ستونزې لري، جګړې شدیدې شوې دي، خونړۍ پېښې ډېرې دي او د افغان ځواکونو تلفات هم لوړ شوي دي. دده په خبره امریکا باید پر نوو لارو چارو فکر وکړي څو وکړی شي په افغانستان کې ۱۷ کلنه جګړه پای ته ورسوي. مککینزي همدا راز ویلي چې له افغانستان د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو ایستل خطرناک کار دی، ځکه په دې سره به طالبان بېرته را وګرځي او دغه هېواد به د ترهګرو پر پټنځای واوړي. دغه امریکایي جنرال د سولې لپاره د خلیلزاد هڅې ستایلې دي او هیله یې ښودلې چې یادې هڅې وکړی شي په افغانستان کې روانه بحراني جګړه پای ته ورسوي.