ایران او روسیې ته هم په کار ده، چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له خبرو ملاتړ وکړي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، د ناټو ټول غړي په افغانستان کې د سولې ملاتړي دي او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له ټولو هڅو سره همکاري کوي. دده په خبره روسیې او ایران ته هم په کار ده، چې په دې برخه کې همکاري وکړي او دغه هېواد ته سوله راولي. سټولټنبرګ ویلي د سیمې ټول هېوادونه باید د افغانستان په سوله کې رغنده رول ولوبوي، خو روسیه او ایران په دې برخه کې تر نورو ډېره همکاري کولی شي. هغه همدا راز ویلي چې ناټو د افغان سولې لپاره هېڅ ډول سره کرښه نه لري بلکې هر توافق چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ وشي دغه سازمان یې ملاتړ کوي. هغه یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي او له افغان حکومت سره یو ځای شي. دده په وینا طالبان باید په دې پوه شي چې جګړه نه شي ګټلی نو ددې اړتیا نشته چې د جګړې په ډګر کې خپلو فعالیاتونو ته ادامه ورکړي، بلکې پر ځای یې دي د مذاکرات پر مېز له افغان حکومت سره یوې هوکړې ته ورسېږي.