د ډنمارک حکومت غواړي هغه کډوال یوې لرې جزیرې ته ولیږي چې د کډوالۍ غوښتنې یې رد شوې او یا هم جرمي سابقه لري. د حکومت دغه اقدام د خلکو تر منځ پراخ غبرګونونه پارولي دي او ان د پارلمان هغو غړو هم په دې اړه اندیښنه ښودلې کوم چې په اکثرو مواردو کې د دولت ملاتړي بلل کیږي. دوی د حکومت دغه کار د نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده. دغه کسان به په لیندهولم جزیره کې مېشت کېږي. تېر ميلادي کال دلته د دنمارک د میکروبونو د څېړنو مرکز و او د وېترنرۍ لابراتوارونه پکې جوړ شوي وو. ویل کیږي چې دغه جزیره به تر ۲۰۲۱ کال پورې له مکروبونو پاکه او تر هغې وروسته به د یادو کډوالو د اوسیدو په مرکز بدله شي.