د امریکا د استخباراتي ادارې یا سي ای اې د معلوماتو تر اورېدو وروسته د امریکا مشرانو جرګې ځينې غړو ویلي، دوی باوري دي چې د عرب خبریال جمال خاشقجي په وژنه کې محمد بن سلمان ښکېل دی. سناتور لنډسې ګراهام وايي، بشپړ باور لري چې محمد بن سلمان مخکې له مخکې د جمال خاشقجي له وژنې خبر و. د امریکا په سنا کې د سویلي کارولینا ایالت دغه استازي سعودي ولیعهد لیونی او خطرناک بللی دی. سعودي عرب دغه قضیه کې ۱۱ کسان تورن کړي او د ولیهعد محمد ښکېلتیا یې رد کړې ده. ویل کېږي سي اې داسې ثبوتونه لري چې ولیعهد له سعود القحطاني سره پیغامونه تبادله کړي او ښايي د وژونکو څارنه یې کوله، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او دفاع وزیر جېمس متیس تېره اونۍ سناتورانو ته وویل، په پېښه کې د ولیعهد محمد د ښکېلتیا ثبوتونه نه شته. بل لور ته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، د ولیعهد په تړاو د سي ای اې ثبوتونه جامع یا هر اړخیز نه دي.