د پاکستان حکومت اعلان کړی، چې د وژل شوي پښتون افسر طاهر داوړ له کورنۍ سره د پنځو ملیونو ډالرو مرسته کوي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شهریار افریدي په اسلام اباد کې یوې غونډې ته ویلي چې د طاهر داوړ له کورنۍ سره به مرسته کوي او یو کس ته به کار هم پیدا کوي. د پاکستان د حکومت تر دغه اعلان مخکې د پاکستان پوځ او د خیبر پښتونخوا حکومت هم د هغه له کورنۍ سره د څلورو ملیونو ډالرو مرستې اعلان کړی دی. داسې ویل کیږي چې د طاهر داوړ کورنۍ ته به ټولې ١١ ملیونه ډالرې ورکول کیږي. د پاکستان حکومت د طاهر داوړ د قتل د تحقیقاتو لپاره یو پارلماني پلاوی هم ګومارلی دی. طاهر داوړ د اکتوبر په ٢٦مه له اسلام اباد برمته شوی و او دوه اونۍ وروسته یې مړی وموندل شو. د پښتونژغورنې غورځنګ بیا وویل، چې د هغه په قتل کې د پاکستان حکومت او پوځ ښکېل دي.