د افغانستان برېښنا شرکت مسوولین وایي چې د برېښنا رسونې د نویو پروژو په تړاو د برېښنا شرکت او ترکمنستان د انرژۍ وزارت پلاوي ترمنځ درې ورځنۍ ناسته پیل شوې ده. د برېښنا ریاست په خبره، د ترکمنستان د انرژۍ وزارت یو پلاوی د برېښنا رسونې د نویو پروژو په ځانګړي ډول د نورالجهاد سب سټېشن او ټاپ پروژې د حقوقي او تخنیکي چارو د چټکتیا په موخه کابل ته راغلی دی. د افغانستان او پاکستان لپاره د انرژي د نړیوالو پروژو رییس مراد ارتیکوف ټینګار کړی چې له برېښنا شرکت سره په همغږۍ به د نورالجهاد سب سټېشن، ټاپ او اندخوی – کابل د انتقالي مزي چارې هم پرمخ یوسي.



































