انټې وار نشریې په یوه اوږده مقاله کې په افغانستان کې روانې جګړې ته کتنه کړې ده. دغه نشریه لیکي په افغانستان کې په روانه جګړه کې د امریکا دبریا او د روانې خونړۍ جګړې د پای څرک نه ښکاري. سرچینه زیاتوي داسې ښکاري چې امریکا په افغانستان کې ماته شوې ده، ځکه هغه ژمنې یې تر دې دمه پوره کړې نه دي چې افغانستان ته د راتګ پر مهال یې کړې وې. انټي وار زیاتوي په افغانستان کې جګړې شدیدې شوې دي، طالبانو پر لا ډېرو سیمو کنټرول لري، د افغان ځواکونو تلفات لوړ شوي دي، هوايي بریدونه ډېر شوي نو ددې ټولو ترمنځ هېڅ داسې نښه نښانه نشته چې له هغه دې د افغان جګړې د پای ته رسېدو او د امریکا د بریا هیله واخیستل شي. نشریه همدا راز وایي چې امریکا په وروستیو کې د سولې هڅې پیل کړې دي، خو داسې نه ښکاري چې دا موخه به هم تر لاسه کړي، ځکه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بنسټیز اختلافات موجود دي او امریکا دا وړتیا نه لري چې یاد اختلافات له منځه یوسي.