ملګرو ملتونو افغانستان ته د مرستو رسولو په تړاو نوې تګلاره اعلان کړه. د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېر ماښام د افغانستان په اړه غونډه لرله، چې ددغه شورا ډېری غړو وینا پکې وکړه.
دوی ټینګار وکړ چې له افغانستان سره به بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او د همدې موخې لپاره یې نوې تګلاره اعلان کړې ده. ددې تګلارې له مخې به ملګري ملتونه دا فرصت لري چې د افغانانو د ستونزو د کمولو لپاره هڅه وکړي او بشردوستانه مرستې پراخې کړي. دا تګلاره (د انتقالي تعامل چوکاټ) نومېږي چې پر بنسټ یې ملګري ملتونه له افغانانو سره د مرستو لپاره لا ډېرې پیسې راټولوي او دلته به د بشردوستانه خدماتو په برخه کې لګول کېږي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي چې دوی ددې تګلارې د عملي کولو لپاره شاوخوا اته میلیارده ډالرو ته اړتیا لري، څو وکړی شي په افغانستان کې د خلکو د ژغورنې او شته ستونزو د بنسټیز حل لپاره لاس په کار شي.



































