د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي هڅه کوي له هند سره د کشمیر مسئله د خبرو له لارې حل کړي. نوموړي پرون له یو شمېر خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي، چې د کشمیر مسئله هېڅ وخت د جګړې له لارې د حل وړ نه ده. دده په خبره هغه مسئله چې د خبرو له لارې د حل وړ وي، جګړې ته یې اړتیا نه لیدل کېږي. نوموړي ددغه مسئلې د حللارې په اړه ویلي چې د ستونزې د حل درې لارې یې په ګوته کړې دي خو په دې اړه یې لا ډېر جزیات نه دي ورکړي. عمران خان ټینګار کړی چې هڅه کوي له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې جوړې کړي او د خپل هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره لار هواره کړي.