د هرات ولایت امنیتي چارواکي وایي، د یاد ولایت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د طالبانو په یو برید کې درې ملکیان او یو سیمه ییز پولیس وژل شوي دي. د هرات امنیه قومندانۍ ولاند عبدالاحد ولي زاده وویل، وسله والو طالبانو پرون شپه په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو پر یوې پوستې برید کړی چې له امله یې دا مرګ ژوبله رامنځته شوې ده. ولي زیاته زیاته کړې چې په متقابلو ډزو کې څلور طالبان هم وژل شوي دي. یوې امنیتي سرچینې بیا ویلي چې څلور سیمه ییزو پولیس په دې نښته کې چې د شپې له اتو تر دوو بجو یې دوام وکړ وژل شوي او اووه نور یې د طالبانو له خوا یرغمل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د ښکېلو غاړو تر منځ د جګړو له امله ډېری وخت ملکیان زیانمنېږي چې د نړیوالو په ګډون یې د ملکي افغانانو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.