د ایران ولسمشر حسن روحاني یو ځل بیا د هرمز تنګي بندولو ګواښ کړی دی. د ایران دولتي ټلویزیون د حسن روحاني له قوله ویلي چې که کومه ورځ امریکا پرېکړه وکړه چې د ایران د تېلو د صادراتو مخه ونیسي نو له فارس خلیج نه به هیڅ تېل صادر نه شي. روحاني دغه راز ژمنه کړې چې امریکا به د ایران د خامو تېلو د صادراتو مخنیوی ونه شي کولی. له دې تنګي نه د نړۍ تقریباً درییمه برخه هغه تېل تېرېږي چې د سمندر له لارې لېږدول کېږي. دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ د ایران او د نړۍ د پیاوړو هېوادونو تر منځ له اټمي تړونه امریکا وایستله او خبرداری یې ورکړ چې د ایران د تېلو د صادراتو مخه به ونیسي، د ایران ولسمشر په ورته توګه د هرمز تنګي بندولو خبرداری وکړی و.