د پکتیکا ولایت د حج او اوقافو رییس قاضي ظبط الله وایي چې تېره شپه د دغه ریاست یو مدیر ذبیح الله په هوایي برید کې وژل شوی دی. هغه وايي، چې نوموړی له کار څخه کور ته روان و چې د مرکز ښرنې په سردي سيمه کې پرې هوایي برید وشو او وژل شوی دی. په ورته وخت کې د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ وياند شاه محمود ارين وويل چې د تېرې شپې په هوايي بريد کې د حج او اوقافو رياست د يو مدير په ګډون دوه کسان وژل شوي دي. د نوموړي په وينا، تر اوسه د دغه بريد انګېزه نه ده په ډاګه شوې. افغان حکومت او په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.