د هېواد د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو له سفیر جان باس سره لیدلي دي. د اتمر پر فیسبوک پاڼه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا، د سولې پر بهیر او د را روانو ولسمشریزو ټاکنو پر ښه مدیریت خبرې کړې دي. سرچینه کاږي، اتمر د سولې له بهیر نه د امریکا او نړیوالې ټولنې ملاتړ په افغانستان او سیمه کې د ثبات لپاره مهم ګام وباله او ټینګار یې وکړ چې را روانې ولسمشریزې ټاکنې د افغانستان او افغان ملت د بقا تضمینونکې دي چې دغه ملي بهیر باید له هر ډول لاس وهنې پرته په ښه ډول تر سره شي.