روسیې او هند له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې په وروستیو کې یې له هند سره په دوامداره توګه د افغانستان په اړه خبرې لرلې دي.
دده په وینا دواړو لورو ټینګار کړی چې له دغه هېواد سره به بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي. دوی همدا راز ویلي چې په افغانستان کې د امریکا تېر شل کلن ماموریت ناکام و، رغنده چارې یې نه دي ترسره کړې او د دوی د نارواوو له امله نن زرګونه افغانان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.
دغه روسي ديپلومات همدا راز ویلي چې د افغانستان په اړه د هند او روسیې پالیسې یوه ده او د نوي حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره هم تر دې دمه وخت شته دی.



































