یو لوړپوړی امریکایي جنرال کینیټ مکېنزي ویلي، که د افغان ملي امنیتي ځواکونو د استخدام او روزنې په برخه کې د ستونزو د حل لپاره بېړني اقدامات ونه شي، د مرګ ژوبلې شمېر یې له ادارې وځي. نوموړي دا خبرې د امریکا سنا جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته کړې دي. یاد لوړپوړی امریکایي جنرال د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې د مشرتابه لپاره نوموړل شوی چې په افغانستان او منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ فعالیت اداره کوي. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ولسمشر غني په دې وروستیو کې وویل چې له ۲۰۱۵ میلادي کال له پیله تر اوسه د امنیتي ځواکونو تر ۲۸ نیم زره زیات عسکر وژل شوي دي. جنرال مکېنزي ویلي که وټاکل شي د افغان امینیتي ځواکونو د روزنې او ګومارنې په برخه کې به جدي هلې ځلې وکړي.