د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د چین د بازار د تنظیم ادارې، د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره، د دوه اړخیزو همکاریو تړون لاسلیک کړ. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرستې کاملې صدیقي د تړون د لاسلیک پر مهال وویل، افغان حکومت هڅه کوي چې له چین سره خپلې سوداګریزې اړیکې زیاتې کړي. هغې زیاته کړه د دې تړون د لاسلیکولو اساسي او عمده موخه د دواړو هیوادونو ترمنځ دوه اړخیزې همکارۍ دي. د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا د تړون پر اساس، دواړه هیوادونه د صنعت، سوداګرۍ او کوچینو تشبثاتو د پراختیا په برخه کې فعالیت کوي. د چین د بازار د تنظیم وزیر ژنګ ماو په دې غونډه کې د افغانستان او چین ترمنځ د تاریخي اړیکو یادونه وکړه او وې ویل، چې د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې د دواړو هیوادونو د پلاو ترمنځ بحثونه د قناعت وړ وو. ماو وویل، دواړه خواوې د دغه تړون له مخې د همکاریو د زیاتوالي سربیره د افغانستان او چین د خلکو د ګټو لپاره هم کار کولی شي.