ناټو وايي په افغانستان کې وضعیت کړکېچن دی نو ځکه به یې سرتېري دلته حضور ولري. د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو تر ناستې وروسته خبریالانو ته ویلي، غړو هېوادونو پرېکړه کړې چې په افغانستان کې به خپل نظامي حضور ته ادامه ورکوي. نوموړي همدا راز ویلي چې د افغان ځواکونو تلفات لوړ شوي دي، خو ناټو ژمنه کوي چې د افغان ځواکونو ملاتړ کوي او ددغه ځواکونو په روزنه او او تجهیز کې به خپلې هڅې ډېروي. سټولټنبرګ د سولې په اړه هم ویلي چې د ناټو ټول غړي په افغانستان کې د سولې د خبرو ملاتړ کوي خو د طالبانو پر زیاتېدونکو بریدونو هم سترګې نه شي پټولی. دده په خبره طالبان د امتیاز د اخیستلو لپاره بریدونه ډېروي، خو دوی باید پوه شي چې د جګړې له لارې نه شي بریالي کېدای او د بریا یوازینۍ لار د سولې خبرې دي.