د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي تېره ورځ په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، پاکستان د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دی. دده په خبره د افغانستان او پاکستان راتلونکې له یو بل سره تړلې ده نو له همدې امله اسلام اباد هڅه کوي په افغان سوله کې خپله همکاري وکړي. نوموړي همدا راز ویلي، چې افغانستان، چین او پاکستان کولی شي د سولې او ثبات په راتګ کې ښه سوداګریز شریکان وي او د سیمې په پرمختګ کې پوره رول ولوبوي. د قریشي په خبره یاد درې واړه هېوادونه به هڅه وکړي چې ژر تر ژره ټولې سیمې ته ثبات راولي او دلته روانې ناندرۍ ختمې کړي. قریشي داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې پاکستان په دې وروستیو کې د افغان سولې په تړاو د امریکا تر فشارونو لاندې دی. د امریکا ولسمشر د زلمي خلیلزاد په واسطه او همدا راز د یوه لیک د لېږلو له لارې له پاکستاني چارواکو غوښتي چې په جدي توګه دې د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري وکړي.