په جاپان کې اووه امریکايي عسکر تري تم شوي دي. د امریکا پوځ وایي په جاپان کې یې د سمندري ځواکونو دوو الوتکو ټکر کړی دی او له امله یې اووه عسکر لادرکه شوي دي. امریکا ویلي تر دې دمه دا نه ده په ډاګه شوې چې دغه الوتکې څنګه سره جنګېدلې دي. د جاپان ددفاع وزارت بیا وایي چې د لادرکه شوو امریکایي عسکرو له ډلې یو یې موندلی دی او د نورو د موندلو لپاره پلټنې روانې دي. د موندل شوي عسکر روغتیايي وضعیت هم ترینګلی ښودلی شوی دی او دمګړی تر درملنې لاندې دی. د امریکا د سمندري پوځ ادارې ویلي، چې دغه سرتېرو په پوځي تمریناتو کې برخه اخیستې وه او د همدې تمریناتو پر مهال یاده پېښه شوې ده. سرچینه وايي د سرتېرو د موندلو لپاره عملیات روان دي.