د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د کابل ولایت تېرې ټاکنې لغوه اعلان کړې. دغه کمیسیون ویلي، چې د کره شواهدو له مخې په کابل کې تېرې ټاکنې له درغلیو ډکې وې، نو ځکه یې پرېکړه کړې چې یادې ټاکنې لغوه اعلان شي. د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون چارواکي وایي، د کابل ولایت په ټاکنیزو مرکزونو کې پراخې درغلۍ شوې دي، دوی ته کره سندونه رسېدلي دي نو له همدې امله یې ددغه ولایت ټاکنې لغوه اعلان کړې دي. ددغه کمیسیون چارواکي وايي چې له پرېکړې سره سم به د ټاکنو کمیسیون په کابل کې د ولسي جرګې ټاکنې بیا ترسره کوي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون همدا راز د کابل ولایت د ټاکنو کمیسیون د یو شمېر مهمو کارکوونکو د ګوښه کولو سپارښتنه هم کړې ده.