د قطر او کوېټ سرې میاشتې په ګډه له افغانستان سره روغتیايي او خوراکي مرستې کوي. د قطري رسنیو د راپور پر بنسټ د قطر او کوېټ د سرې میاشتې بنسټونو په خپلو کې هوکړه کړې چې د اړمنو افغانانو لاسنیوی به کوي او په ګډه به روغتیايي او د خوراکي توکو مرستې کوي.
دوی ویلي چې په لومړي سر کې په کونړ، زابل او تخار کې د جګړو له امله د بېځایه شوو کورنیو لاسنیوی کوي او له دوی سره د خوراکي او نورو اړینو توکو مرستې کوي. دوی د دې کورنیو شمېر د ۴۵۰۰ په شاوخوا کې اټکل کړی دی.
تر دې وړاندې هم قطر له افغانستان سره په بېلو برخو کې مرستې کړې دي او ژمنه یې کړې چې له افغانانو سره به خپلې مرستې پراخوي.



































