په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي ویلي، افغانستان په سیمه کې مهم جغرافیايي موقعیت لري نو له همدې امله په دغه هېواد کې ثبات او امنیت د ټولې سیمې د امنیت او ثبات سبب ګرځي. هغه ویلي نړیوالو ته په کار ده، چې په رښتینې توګه د افغانستان د ثبات او دایمي امنیت لپاره هڅې وکړي. اسحاق الحبیب ویلي، ایران هم تل د افغانستان د ګاونډي په اړه ددغه هېواد په اقتصادي پرمختګ او امنیت کې مرسته کړې ده. هغه ویلي چې چابهار بندر ددغو مرستو ښه بېلګه ده او په وینا یې له کابل سره به د تهران مرستې دوامداره وي. ایران داسې مهال دغه خبرې کوي چې په دې وروستیو کې له وسله والو طالبانو په ملاتړ تورن شوی دی. د هېواد د جنوبي ولایتونو چارواکو ویلي وو، چې ایران د هېواد په یادو برخو کې د وسله والو طالبانو او نورو مسلح ګروپونو ملاتړ کوي.