ښايي خلیلزاد په دې بریالی نه شي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ شته اختلافونه له منځه یوسي. فارن پالیسۍ نشریې د افغانستان د سولې د هڅو په اړه په یوه اوږده مقاله کې لیکلي دي، د طالبانو او امریکا ترمنځ بنسټیز اختلافات موجود دي او ښايي ان زلمی خلیلزاد هم په دې بریالی نه شي چې دغه اختلافات له منځه یوسي. د سرچینې په خبره د حکومت په جوړښت، د قوانینو پر څرنګوالي، د افغان حکومت پر اوسني وضعیت د امریکا او طالبانو د نظرونو ترمنځ ډېر اختلاف موجود دی. سرچینه کاږي افغان جګړه دومره په اسانه نه شي ختمېدلی او د خلیلزاد په څېر پياوړی ديپلومات هم ښایي په دې هڅو کې ناکام شي. نشریه همدا راز د مطلب په یوه برخه کې لیکي، چې امریکا په افغانستان کې جګړه نه بایلي، بلکې ددغه جګړې د ګټلو لپاره یې علاقه بایللې ده. فارن پالیسي وایي، امریکا اوس هغه پخوانی علاقه چې د افغان جګړې د ګټلو او په دغه هېواد کې د ترهګرو د ماتولو لپاره یې لرله نه لري، نو له همدې امله ویلی شو، چې دوی یوازې خپلې پښې له دې جګړې وباسي. سرچینه لا هم پاکستان د طالبانو تر ټولو نږدې ملګری بولي او ددغه هېواد پر وړاندې پر اقداماتو ټینګار کوي.