چین او پاکستان یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې ازاده کړل شي. د چینایي رسنیو د راپورونو له مخې عمران خان او شی جین پینګ د افغانستان په اړه اوږدې خبرې لرلې دي او دواړو لورو ټینګار کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمني باید ازاده کړل شي.
دوی ویلي چې نړیواله ټولنه دې په دې ډول کړنو د افغانستان ولس ته زیان نه اړوي او اجازه دې ورکړي چې ددغه هېواد وګړي په ډاډه فضا کې ژوند وکړي. چین او پاکستان تر دې وړاندې هم د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو غوښتنه کړې وه.
چین ټینګار کړی چې د امریکا دغه ډول کړنې د بشري حقونو له اصولو سرغړونه ده نو له همدې امله دغه هېواد ته په کار ده چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.


































