د برېتانیا پخوانی سفیر نیکلاس کې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی ټاکل شوی دی. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، چې د ناټو پخواني ملکي استازي زمېرمان خپله دنده په پوره مسوولیت تر سره کړې ده او نوی استازی به په افغانستان کې اغېزناک کارونه وکړي. دده په وینا نیکولاس کې پیاوړی ديپلومات دی او د نوموړي فعالیتونه به د افغانستان د راتلونکې لپاره ګټور وي. د ناټو مشر ویلي چې له افغان حکومت ددوی ملاتړ دوام لري او په دغه هېواد کې د امنیت او ثبات راتګ ته ژمن دي. نیکولاس کې به د ۲۰۱۹ کال په مارچ کې په افغانستان کې خپله دنده پيل کړي.