ولسمشر غني نن له غرمې مخکې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره لیدلي دي. د ارګ پر فیسبوک پاڼه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه اجراییه رییس ډاکټر عبدالله هم حضور درلود، ډاکټر خلیلزاد ولسمشر ته په افغانستان کې د سولې د هڅو په خاطر د سیمې ځینو هېوادونو ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل او سیمې ته یې د خپلو راتلونکو سفرونو په اړه هم خبرې وکړې. سرچینه کاږي ولسمشر غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو و زارت ځانګړي استازي هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، افغان حکومت په جنیوا کنفرانس کې خپل مذاکره کوونکی ټیم اعلان کړ او په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره د دوی اراده جدي ده. د سرچینې په وینا ولسمشر وویل، د سولې ګډې هڅې باعزته او پایداره سولې ته د رسېدو په برخه کې له دوی سره مرسته کولی شي.