د هېواد د ملي شورا د دواړو مجلسونو د نړیوالو اړیکو کمېسیونونه وایي، پاکستان د افغانستان د سولې له پروسې سره لازمه همکاري نه کوي او په کار ده چې امریکا پر دغه هېواد خپل فشارونه ډېر کړي. دا کمیسیونونه په دې باور دي چې پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې رېښتنیې همکاري نه کوي او دوه مخې لوبه یې روانه کړې ده. د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسیون په وینا، د پاکستان په همکارۍ سوله نه راځي. د یاد کمیسیون په خبره ځکه د پاکستان پر مرسته باور نه لري چې هغوی تل دروغ ژمنې کړې خو هیڅکله یې ورباندې عمل نه دی کړی. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره لیدلي او هغوی ژمنه کړې چې د افغان سولې په برخه کې به جدي همکاري وکړي.