اسوشیټیډ پریس وایي، له خلیلزاد سره په خبرو کې عمران خان دا ژمنه ونه کړه چې طالبان به له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته چمتو کړي. د هېواد د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره هم ولیدل. په ورته وخت کې، که څه هم قریشي خلیلزاد ته ډاډ ورکړی چې اسلام اباد به د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو په موضوع کې پوره همکاري وکړي، خو د افغانستان ملي شورا نن وویل چې پر پاکستان باور نه دی په کار او تېر ته په کتو یاد هېواد پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی نو هیڅ تضمین وجود نه لري چې دا هېواد به له دې وروسته هم د افغان سولې له پروسې سره لازمه همکاري وکړي، نو امریکا باید پرې خپلو فشارونو ته دوام ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د پاکستان له لومړي وزیر سره وکتل او د افغان سولې پروسه کې یې ترې د جدي همکارۍ غوښتنه وکړه، خو تر دغې کتنې وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې ګوندې د عمران دریځ ډېر سوړ و.