د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې خپل فعالیتونه بېرته په افغانستان کې پیل کړي دي. د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا د څار ادارې یا سیګار ویلي چې د امریکا پراختیايي ادارې یا یو ایس اې ای ډي خپل فعالیتونه په افغانستان کې له سره پیل کړي دي.
سرچینه وایي یادې ادارې ورته ویلي چې د دوی ځینې برخې په افغانستان کې فعالیت کوي او هغه چارې پر مخ وړي چې د امریکايي حکومت له مستقیمې بودیجې نه تامینېږي. سیګار دغه راز کاږي چې د امریکا پراختیایي ادارې د پخواني حکومت له چارواکو سره اړیکې پرېکړې دي او ټولې هغه چارې ځنډول شوې چې بودیجه یې افغان لوري ته لېږدول کېده.
د امریکا پراختیایي ادارې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان په بېلو برخو کې میلیاردونه ډالر لګول او تر ډېره یې د انکشاف او حکومتولۍ په برخه کې پانګونه کوله.



































