د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، تر هغو چې په افغانستان کې د سولې یوه هوکړه تر لاسه کېږي، ښایي په یاد هېواد کې ناامنۍ لا زور واخلي. هغه دا خبرې پرون ناوخته په بروکسل کې د ناټو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته یوې خبري ناستې ته کړې دي. سټولټنبرګ ویلي، د نورو شخړو پای ته په کتو ښایي په افغانستان کې ناامنۍ زیاتې شي ځکه چې د نوموړي په باور کله چې ښکېل لوري سولې ته سره رسېږي نو هڅه یې دا وي چې د امکان تر حده له یوه ښه او پیاوړي دریځه د سولې خبرو اترو ته حاضر شي. په ورته وخت کې نوموړي یادې ناستې ته ویلي چې افغانستان کې وضعیت ښه نه دی نو دوی به د وضعیت تر عادي کېدو پورې خپل سرتېري له افغانستانه ونه باسي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ناامنۍ خپل وروستي حد ته رسېدلې دي او د ورځې د جګړې له ښکېلو لوریو په لسګونه کسان مړه او ټپیانېږي.