د کډوالۍ نړیوالې ادارې له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د میلیونونه ډالرو غوښتنه کړې ده. د کډوالۍ نړیوالې ادارې یا آی او اېم ویلي چې دوی په افغانستان او سیمه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه مرستو ته اړتیا لري.
دغه اداره وایي چې دوی شاوخوا ۵۸۹ میلیونه ډالرو بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري څو وکړی شي په افغانستان کې د ننه، سرحدي سیمو او د سیمې په هېوادونو کې د افغان کډوالو لومړنۍ ستونزې حل کړي.
دغه ادارې د کډوالۍ او لسګونه کسانو د وتلو پر مسئله هم اندېښنه ښوودلې او زیاتوي، چې ښایي د هوا په ګرمېدو سره د کډوالۍ بحران لا پراخ شي. تر دې وړاندې هم د کډوالو نړیوالې ادارې ویلي وو، چې افغان کډوالو پراخو بشردوستانه او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او باید ستونزې یې حل کړل شي.



































