د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د شکایتونو کمیسیون وروستۍ پرېکړه ورته د منلو وړ نه ده. د یاد کمیسیون رییس نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې وویل چې د شکایتونو کمیسیون وروستۍ پرېکړه د کابل د خلکو پر پاکو رایو سیاسي معامله ده او دوی به د دې پروسې د سبوتاژ حق هیچا ته هم ورنه کړي. د یاد کمیسیون رییس عبدالبدیع صیاد وویل، د شکایتونو کمیسیون تل د دې پروسې د ګډوډولو هڅه کړې ده خو دوی د خلکو رایو ته احترام لري او په پوره صداقت به له بیا شمېرنې وروسته لومړنۍ پایلې اعلان کړي. صیاد دغه راز وویل د کابل د ولسي جرګې ټاکنو د رایو شمېرنه دوام لري او له بیا شمېرنې وروسته به یې لومړنۍ پایلې اعلان شي. صیاد د خپلو خبرو پر دوام وویل، د شلو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان شوې دي او د پاتې ولایتونو پایلې به هم ډېر ژر اعلان کړي. دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د کابل ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو ټولې رایې باطلې اعلان کړې.