د کورنيو چارو وزير وايي، په دې وزارت کې به د اصلاحاتو لړۍ تر هغه روانه وي څو په دغه وزارت کې د فساد جرړې وباسي او مسلکي او ژمن ملي پوليس ټولنې ته وړاندې کړي. دغه څرګندونې د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک، نن په کابل کې د دې وزارت د پلان او ستراتيژۍ مرستيالې حسنا جليل د معرفي کېدو په غونډه کې وکړې. برمک وويل، دی به په دې وزارت کې د چارو د لاسمون لپاره اړين اصلاحات راولي او د وړتياوو لرونکي کسان به پر دندو وګوماري. د نوموړي په وينا، د کورنيو چارو په وزارت کې په لومړي ځل د پوليسو څلورکلنه تګلاره جوړه شوې او د پلي کېدو په درشل کې ده. برمک زياته کړه، ډېر ژر به د پاسپورټ او موټر چلولو د جوازونو ورکړه په برېښنايي ډول پيل او ووېشل شي، ترڅو په دې برخه کې شته ستونزې له منځه لاړې او چارې يې لا اسانه شي. د ياد وزارت نوې ټاکلې شوې مرستيالې حسنا جليل وويل چې په پوره اخلاص سره به خپلې خاورې ته خدمت وکړي.