اجرایيه رييس عبدالله وايي، افغانستان د خوړو د ملي ادارې جوړولو هوډ لري او چین کولای شي په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي. د اجرایيه رياست فیسبوک پاڼې له مخې، عبدالله نن د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې د چین بازار د تنظیم په چارو کې د چین د جمهوری دولت له وزیر ژنګ ماو سره ولیدل. سرچينې زياته کړې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او چین ترمنځ پر سوداګریزوـ اقتصادي اړیکو خبرې وکړې او د همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ. د چین د بازار د تنظیم په برخه کې د دولت وزیر ژنګ ماو وویل چې هېواد یې د افغانستان د تلپاتې پراختیا، په افغانستان کې له پانګونې، اقتصادي او سوداګریزو هڅو ملاتړ او همکاري کوي. سرچینه کاږي، عبدالله د چین د بازار د تنظیم په چارو کې د دولت له وزیر هرکلی وکړ او غوښتنه یې وکړه چې چین دې له افغانستان سره د سوداګرۍ د نړیوال سازمانه د ښې استفادې لپاره خپلې تجربې شریکې کړي څو افغانستان هم د دغه سازمان پر معیارونو برابر شي او ترې ښه استفاده وکړي.